د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا
تاریخ نشر
تاریخ ختم
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د پنج کوټ سیمې د وزارت او شرکت برخه(7.85) ټنه نفرایټ ډبرې د 1405/5/18 نېټې څخه د (10) ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د قیمت ټاکنې کمېټې له لوري د یادو شوو ډبرو د پلور لپاره ټاکل شوی لومړنۍ قیمت په لاندې ډول دی.
لومړۍ کټګوري (1,300,000) یو میلیون او درې سوه زره افغانۍ؛
دویمه کټګورۍ: (1,000,000) یو میلیون افغانۍ.
هغه کسان چې غواړي یادې ډبرې له پورتني قیمت څخه په لوړ قیمت واخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د (10) کاري ورځو په ترڅ کې د کاډسټر او قراردادنو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د شرطپاڼې اړوند لس(10) سلنه نغدې پیسې د ضمانت په توګه د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.
