د کانونو او پټرولیم وزارت پیژندنه

cover

 

افغانستان د ډیرو کاني زیرمو درلودونکی هېواد دی چې په اټکلي توګه د دې هېواد کاني زیرمې( له ۱ څخه تر ۳) تریلیونه امریکایې ډالرو پورې رسیږي، چې مهمې کاني زیرمې یې اوسپنه، مس، سره زر، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، همدا شان د خاکي کمیاب، تیلو او ګازو منرالونه څخه عبارت دي.

کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد کاني زیرمو د مالک په توګه خپل مسؤلیت په دوو برخو( منرالونه او هایدروکاربنونو) کې ترسره کوي، چې د دوامدارې کارونې او د راتلونکي نسلونو اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی، ترڅو د مالي عوایدو د زیاتوالي او سوداګرۍ انډول ته د ودې ورکولو سبب وګرځي.

کانونو او پټرولیم وزارت درې کلیدي رولونه چې عبارت دي له کانونو او هایدرکاربنونو پالیسی جوړونې، عملیاتي او د استخراج تنظیم په غاړه لري. همدا مهال پالیسۍ جوړونې مسؤلیت د هایدروکاربنونو سره دی، او د هغې عملیاتي او تنظیم کونکی رولونه د افغانستان د تیلو او ګازو تنظیمونکي ادارې (AOGRA) او افغان تصدي ګاز شرکت ته سپارلي؛ مګر د کانونو په برخه کې د وخت په تیریدو سره به د پالیسی رول لا پیاوړی او له ځانه سره وساتي، چې عملیاتي او تنظیم کونکي رولونه به هم ورته و سپارل شي.

د کانونو د سکټوري نقشې مطابق په لومړیو کې د دې وزارت تنظیم کونکي برخې ته عملیاتي خپلواکي ورکړل شوه، چې د وخت په تیریدو سره به دغه اداره د یوې تنظیم کونکي ادارې په ډول عمل وکړي. دغه تنظیم کونکي اداره به د مخابراتي شبکو، بریښنا او هایدروکاربنونو داوطلبۍ/ مناقصې د کارونو تنظیم پروسې مسؤلیت به په غاړه واخلي. همدا راز، د دې وزارت عملیاتي برخې چې په هغه کې د افغان ګاز تصدي، د سرې او بریښنا فابریکه، د شمالي ډبرو سکارو تصدي او د جبل السراج د سیمنټو فابریکه ده، هر یو به په شرکت تبدیل شي.

دغه وزارت له طبیعي زیرمو څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې لپاره په صنایع استخراجي سکتور کې د پانګوالو د تشویق او په دې برخه کې سمونونه رامینځته کړي، چې له هغې جملې د حقوقي چوکاټ په برخه کې د هایدروکاربنونو قانون، د کانونو نوی قانون او د کان کیندنې د مقررې د مراحلو طۍ کول او د کانونو او هایدروکاربنونو د قراردادونو د پلي کیدو او غوره مدیریت ته اشاره کولای شو.  

د کانونو وزارت نوي کړنلاره او پالیسي د کانونو په سکټور کې د خصوصي پانګوونې ته د زمینې برابرولو د پراختیا او په منرالي سکټورونو کې د پانګوالو لیوالتیا او د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره منظور او د پلي کیدو په حال کې ده. د هغو شرکتونو او کمپنیو امنیت او ساتنه چې د دې وزارت په سکټورنو کې پانګونې ته لیولتیا ښایې، د دې وزارت مسؤلیت دی، ترڅو هیواد مو په پرمختللي، ماډرن، دوامداره او عصري جامعې په قطار کې راشي.

 لید لوری

مونږ د پوهې پر بنسټ، د افغانستان په صنایع استخراجي سکتور کې د دوامدارې ګټې او روڼتیا( شفافیت)لپاره د مساوي پرمختګ ملاتړي یوو.

ماموریت

د ملي اقتصاد د ودې لپاره د مؤثره، غوره او دوامداره کارونې لپاره د استخراجي صنایعو سکټور پالیسیو جوړول، عملیات او تنظیم.

فعالیتونه

  1. د وزارت تشکیلاتي جوړښت وده او سمونه
  2. د جیولوژیکي معلوماتو مدیریت کول
  3. د قراردادونو مدیریت او پلي کول
  4. روڼه او حساب ورکونکي اداره
  5. په دغه سکټور کې کاري زمینه برابرول

اهداف

د طبیعي زیرمو غوره مدیریت، د دندو پیداکیدو فرصتونه، د ملي اقتصاد لوړول او د منرالونو او هایدروکاربنونو د استخراج لپاره د ملي عایداتو د ودې او پیاوړتیا پخاطر د پانګوالو تشویق.