د کانونو او پټرولیم وزارت پیژندنه

cover

د کانونو او پټرولیم وزارت پیژندنه

افغانستان د ډیرو کاني زیرمو درلودونکی هېواد دی چې په اټکلي توګه د دې هېواد کاني زیرمې( له ۱ څخه تر ۳) تریلیونه امریکایې ډالرو پورې رسیږي، چې مهمې کاني زیرمې یې اوسپنه، مس، سره زر، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، او همدا رنګه د نادره ځمکنيو کانونو، تیلو او ګازو له منرالونو څخه عبارت دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد کاني زیرمو د مالک په توګه خپل مسؤلیت په دوو برخو( منرالونه او هایدروکاربنونو) کې ترسره کړي، چې په دوامداره کارونې او د راتلونکي نسلونو اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی، ترڅو د مالي عوایدو د زیاتوالي او سوداګرۍ انډول ته د ودې ورکولو سبب وګرځي.

کانونو او پټرولیم وزارت په دریو برخو کې خپل خدمات وړاندې، لکه: د کانونو او هایدرکاربنونو لپاره د پالیسی جوړونې، عملیاتي او د استخراج تنظیم په غاړه لري. همدا مهال پالیسۍ جوړونې مسؤلیت د هایدروکاربنونو سره دی، او د هغې عملیاتي او تنظیمونکي رولونه د افغانستان د تیلو او ګازو تنظیمونکي ادارې (AOGRA) او افغان تصدي ګاز شرکت ته سپارل شوي، ترڅو د کانونو په برخه کې د وخت په تیریدو سره د پالیسی رول لا پیاوړی او له ځانه سره وساتي، چې عملیاتي او تنظیم کونکي رولونه به هم ورته و سپارل شي.

د کانونو د سکټوري د نقشې مطابق په لومړیو کې ددې وزارت تنظیم کونکي برخې ته عملیاتي خپلواکي ورکړل شوه، چې د وخت په تیریدو سره به دغه اداره د یوې تنظیم کونکي ادارې په ډول عمل وکړي. دغه تنظیم کونکي اداره به د مخابراتي شبکو، بریښنا او هایدروکاربنونو داوطلبۍ/ مناقصې د کارونو تنظیم پروسې مسؤلیت په غاړه واخلي. همدا رنګه د دې وزارت عملیاتي برخې چې په هغه کې د افغان ګاز تصدي، د سرې او بریښنا فابریکه، د شمالي ډبرو سکارو تصدۍ او د جبل السراج د سیمنټو فابریکه ده، د ولسمشرۍ د فرمان مطابق په دولتي شرکت بدل او ملي پراختیا شرکت سره مدغم شو.

دغه وزارت له طبیعي زیرمو څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې په موخه، په صنایع استخراجي سکتور کې د پانګوالو د تشویق او په دې برخه کې سمون رامینځته کړی، چې له هغې جملې د حقوقي چوکاټ په برخه کې د هایدروکاربنونو قانون، د کانونو نوی قانون او د کان کیندنې د مقررې د مراحلو طۍ کول او د کانونو او هایدروکاربنونو د قراردادونو د پلي کیدو او غوره مدیریت ته اشاره کولای شو.  

د کانونو وزارت نوي کړنلاره او پالیسي د کانونو په سکټور کې د خصوصي پانګوونې ته د زمینې برابرولو د پراختیا او په منرالي سکټورونو کې د پانګوالو لیوالتیا او د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره منظور او د پلي کیدو په حال کې ده. د هغو شرکتونو او کمپنیو امنیت او ساتنه چې د دې وزارت په سکټورنو کې پانګونې ته لیولتیا ښایې، د دې وزارت مسؤلیت دی، ترڅو هیواد مو په پرمختللي، ماډرن، دوامداره او عصري ټولنو په قطار کې راشي.

 لید لوری

مونږ د پوهې پر بنسټ، د افغانستان په صنایع استخراجي سکتور کې د دوامدارې ګټې او روڼتیا لپاره د مساوي پرمختګ ملاتړي یوو.

ماموریت

د ملي اقتصاد د ودې لپاره د مؤثره، غوره او دوامداره کارونې لپاره د استخراجي صنایعو سکټور ته د پالیسیۍ جوړول، عملیات او تنظیم.

اهداف

د طبیعي زیرموغوره مدیریت، د دندو پیداکیدو فرصتونه، د ملي اقتصاد لوړول او د منرالونو او هایدروکاربنونو د استخراج لپاره د ملي عایداتو د ودې او پیاوړتیا پخاطر د پانګوالو تشویق

فعالیتونه

  1. د وزارت تشکیلاتي جوړښت ته وده او برابرونه
  2. د جیولوژیکي معلوماتو مدیریت کول
  3. د قراردادونو مدیریت او پلي کول
  4. روڼه او حساب ورکونکي اداره
  5. په دغه سکټور کې کاري زمینه برابرول