د هلمند ولایت د رخامو کانونو شرکتونو له استازو سره د چارو د ښه والي په موخه غونډه ترسره شوه

kamran2_admin
جمعه ۱۴۰۵/۴/۲۶ - ۱۸:۲
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس، الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د رخامو کانونو د شرکتونو له استازو سره د همغږۍ او عامه پوهاوي په موخه غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د رخامو کانونو د شرکتونو له رئیسانو او اړوندو مسوولینو سره د شویو ژمنو د عملي کېدو، د کانونو د قانوني استخراج، د پروسس کارخونو د جوړولو، د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو، د چاپېریال ساتنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې. همدارنګه ګډونوالو ته د یادو برخو د لا ښه پلي کولو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې و شوې.

د دغې غونډې موخه د رخامو کانونو د فعالیتونو د ارزونې، د شته ظرفیتونو او نیمګړتیاوو پېژندل، د چارو د ښه والي لپاره د عملي سپارښتنو وړاندې کول او د کانونو او پټرولیم وزارت د خدمتونو د اغېزمنتیا لوړول وو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۰
Background image

اعلان نتایج امتحان دروس دینی کارمندان

نتایج امتحان دروس دینی کارمندان، چهارشنبه مورخ ۱۴۰۵/۷/۲۹، با حضور مولوی محمود شاه زاهد، معین تخنیکی، رئیس دعوت و ارشاد و شماری از رؤسای مرکزی در مسجد وزارت معادن و پترولیم اعلان گردید.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

دیدار رئیس عمومی کادستر و مدیریت تطبیق قراردادها با قراردادیان معادن سمنت

محترم انجنیر گل‌محمد برهان، رئیس عمومی کادستر و مدیریت تطبیق قراردادها و محترم انجنیر عبدالقیوم افغان، رئیس مدیریت و تطبیق معادن غیر فلزی، یک‌شنبه مورخ ۲۶ میزان ۱۴۰۵، در دفتر کاری خویش. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

معرفی رئیس تفتیش تخنیکی نفت و گاز

محترم سردار محمد قاصد، بر اساس پیشنهاد شماره (۱۰۶) مورخ ۱۴۴۸/۴/۳ هـ.ق مقام وزارت معادن و پترولیم و حکم شماره (۲۳۴۲) مورخ ۱۴۴۸/۴/۲۴ هـ.ق مقام عالی ریاست‌الوزرا، به‌حیث رئیس تفتیش تخنیکی. . .

BACK TO NEWS