د لوګر ولایت د کانونو ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۱۴
د لوګر ولایت د کانونو ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور په مشرۍ ، د کانونو رئیس مولوي نقیب احمد فرقانې او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
د یاد ولایت د کانونو رئیس زیاته کړه د خوښۍ ځای دی چې د ښې همغږۍ په ترڅ کې د کانونو د قاچاق، غیر قانوني کیندنې مخنیوی شوی دی، د قانوني استخراج لپاره مو منظم پلانونه په پام کې نیولي دي.
دغه راز د لوګر مرستیال والي وویل: الحمدلله په ټول هېواد کې امنیت تامین دی د کانونو د قانوني کیندنې او دټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د کانونو په برخه کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده، همدارنګه د کمېټې غړو ته یې سپارښتنه وکړه چې په خپل منځ کې لازیاته همغږي رامنځته کړي.
په پای کې د کمېټې غړو د کانونو غیر قانوني کیندنې او قاچاق د مخنیوي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۱۵
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با رئیس کمپنی MJAM

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم سه شنبه مؤرخ 15/2/1405 با سفیر کشور چین، رئیس عمومی MCCT، رئیس MJAM قراردادی مس عینک و هیئت همراه شان در پیوند به عدم انجام فعالیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

امضاء قرار داد معدن پولی میتال ولایت فاریاب

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم یکشنبه مورخ 13/2/1405 قرار داد معدن پولی میتال ساحه سه کو، ولسوالی کوهستان ولایت فاریاب را با شرکت استخراج معادن ابوسعید با مساحت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با رئیس شرکت فانگ یون

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  یکشنبه مورخ 13/2/1405 با رئیس شرکت چینی فانگ یون و هیئت همراه شان در مقر وزارت دیدار نمودند.
در آغاز، رئیس شرکت مذکور گزارش کاری. . .

BACK TO NEWS