د امام ابو حنیفه (رح) په درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ګډون وکړ

sp_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۲۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د 15/7/1403 نېټې د امام ابو حنیفه (رح) د درېیم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستلو پر مهال په داسې حال کې چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کابینې یو شمېر وزیرانو، ملي او نړیوالو پانګوالو ګډون کړی وو خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن په دغه نندارتون کې د اسلامي امارت له مشرانو، سفیرانو، ملي او نړیوالو پانګوالو سره یوځای ګډون لرم.

الحمد لله د اسلامي امارت په راتګ سره کورنیو تولیداتو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، دغه نندارتون د هېواد د اقتصادي پرمختګ یوه ښه بېلګه ده او په دې موده کې اسلامي امارت توانېدلی، چې اقتصادي وده لکه سړک جوړونه، د کانونو تړونونه او کیندنه، برېښنا په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت او هېوادوالو ته یې کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دغه راز وویل، د افغانستان کاني سرچینو کې ټول افغانان یو شان حق لري او د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ځای لري.

په پای کې هغه زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د کانونو په سکټور کې د روڼتیا، د عوایدو په راټولولو او د ملي پروژو په پلي کېدو سره له ټولنې څخه فقر له منځه یوسو او ان شاالله هېواد به د اقتصادي ودې په لور رهبري کړو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۵
Background image

داوطلبی فروش مقدار ۱۰۰۰۰ تن نفت خام ساحه انگوت

 
داوطلبی فروش مقدار ۱۰۰۰۰ تن نفت خام ساحه انگوت حوزه آمو دریا یکشنبه مورخ ۱۴۰۴/۹/۹ با حضور حافظ دیپلوم انجنیر محمد حامد حیدری رئیس نظارت بر تطبیق قراردادهای نفت و گاز، هیئت موظف و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

دیدار معین پالیسی و برنامه‌ها‌ با سفیر جمهوری چین


محترم عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت معادن و پترولیم چهارشنبه 1404/9/5 با سفیر کشور چین مقیم کابل و هئیت همراه شان در دفتر کاری‌شان دیدار نمودند.
در این دیدار سفیر آن. . .

BACK TO NEWS