د هرات ولایت د مرمر ډبرو کانونو کې له 5000 څخه ډېر کسان په کار بوخت دي

firoz_admin
Mon, May 20 2024 8:59 AM
ss

د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو کانونو او پروسس په کار خونو کې له پنځه زرو څخه ډېر کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.
دغه راز په د غو کانونو باندې له ۱۲ میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده، سربېره پردې دیادو شرکتونو مسوولینو د سیمو خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو لکه د زده کړو، روغتیا او بېوزله کورنیو سره د مرستو په برخه کې هم کار کړی دی، په دې توګه د سیمې خلکو د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت څخه خوښي څرګنده کړه، چې دوی ته یې د کاري زمینې برابرولو تر څنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې کار کړی دی.   
همدا راز د یادو ډبرو پروسس د هېواد د ننه د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د افغان مروارید شرکت له لوري ترسره کېږي، چې په دغه کار خونې باندې د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې له پروسس وروسته د مرمر ډبرې ترکمنستان، ایران، چین، ازبکستان، جرمني، عمان، کویټ او هند هېوادونو ته صادرېږي.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 16 2024 2:59 PM
Background image

تدویر جلسه اداری

جلسه اداری تحت ریاست محترم الحاج ملا هدایت الله بدری سرپرست  وزارت معادن و پترولیم دوشنبه مورخ 25/4/1403 با حضورداشت شیخ ضیاءالرحمن الاریوبی معین پلان و پالیسی، روئسا و مسئوولین بخش های. . .

Thu, Jul 11 2024 9:14 AM
Background image

اولین نمایشگاه زمرد ولایت پنجشیر افتتاح گردید

 نمایشگاه سه روزه توسط الحاج محمد آغا حکیم والی ولایت پنجشیر، رئیس معادن این ولایت با حضور داشت وزیر انکشاف دهات، مسؤلین محلی، تجاران ملی، صنعت کاران و رسانه های محترم که در آن داوطلبی. . .

Thu, Jul 11 2024 9:11 AM
Background image

معرفی سرپرست جدید وزارت معادن و پترولیم

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری که بر اساس فرمان عالیقدر امیر المومنین شیخ القران و الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه الله  به حیث سرپرست وزارت معادن و پترولیم تعیین گردیده، مورخ 19/4. . .

BACK TO NEWS