کانونو او پټرولیم وزارت 10 د کوچنۍ کان کېندنې جوازونه داخلي شرکتونو ته ورکړل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۹
قرارداد

 

کانونو او پټرولیم وزارت 10 د کوچنۍ کان کېندنې جوازونه داخلي شرکتونو ته د قانون د احکامو په رڼا کې نن ورځ مخکې له غرمې داخلي شرکتونو ته ورکړل.

په هغو مراسمو کې چې نن ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت د کنفرانسونو په تالار کې نیول شوي ؤ، د کانونو وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایتالله مومند لخوا 10 د ودانیزو توکو د کوچنۍ کانکېندنې جوازونه چې د هرات، غور، دایکندی او بلخ ولایتونو اړوند ؤ، داخلي شرکتونو ته ورکړل.

په دغو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سروېجیولوژی او د پلانونو او پالیسیو مرستیالانو، رئیسانو او د خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی ؤ. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست راغلو ګډون والو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ داسې وو ویل، «څرنګه چې د کاني قراردادونو داوطلبۍ پروسه د کانونو د نوي قانون په رڼا کې ترسره شوي، نو په همدې موخه خصوصي سکتور چاپیریال ساتنې او ټولنیزو معیارونو ته جدي پاملرنه کوي او د کانونو وزارت سره خپلو ترسره کړو ژمنو ته ژمن دي».

همدارنګه د کانونو وزارت سرپرست‌وزیر زیاته کړه چې بعضې نور د کان کېندنې قراردادونه د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شوي، چې ډېر زر به تصویب شي.

په آخر کې نوموړي برنامه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لخوا خصوصي سکټور مسؤولینو ته د جواز په ورکولو سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته