د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د کانونو رئیس، د کمېټې غړو سیمه ییزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو ریاستونو استازو، د هېواد ګڼ شمېر پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې یې د پلور داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبۍ کې ۲۴۲ کیلوګرامه بېروج ډبرې د(۲۴۸۵۱۰۰۰) څلور ویشت میلیونه، اته سوه یو پنځوس زره افغانیو په قیمت سره و پلورل شوې، چې په کې د اسلامي امارت ونډه (۲۴۸۵۱۰۰) څلورویشت لکه، پنځه اتیا زره او سل افغانۍ ده.
