د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
news

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷ کیلومتره مربع مساحت لري د ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره د اذربایجان او قرغیزستان د سفیرانو په شتون کې د سبحان مومند شرکت او د اذربایجان ریف ګروپ LLC شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کړ.
یاد شرکت ژمنه وکړه، چې د ۳۰ سلنه رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو ولګوي او همدارنګه به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د دواړو هېوادونو سفیرانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له یاد شرکت سره د همکارۍ له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دوی شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې لا زیاتې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د کانونو او پټرولیم وزیر د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ زیاته یې کړه چې د دې تړون لاسلیک د درېیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام دی. نوموړي وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ټولو هغو کورنیو او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي، چې غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او د هغوی لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته