د کانونو او پټرولیم وزیر د هرات پوهنتون له استادانو او زده کړیالانو سره ولیدل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۳۴
vvv

کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د یاد وزارت د پالیسیو او ستخراجي برنامو له مرستیال محمد عتیق ذکي په ملګرتیا، تیره ورځ د هرات پوهنتون له استادانو او زده کړیالانو څخه لیدنه وکړه.

یاده برنامه چې د هرات پوهنتون اړوند امیر علي شیرنوایي په تالار کې نیول شوي وه، د برنامې په پیل کې د هرات پوهنتون علمي مرستیال د کانونو او پټرولیم وزیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هرات پوهنتون د برنامو او فعالیتونو په اړه مفصل معلومات واورول، او د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ څخه يې په صنایع استخرجي سکتور کې د هرات پوهنتون زده کړیالانو لپاره د مشترکو علمي-تحقیقي برنامو او پرکتیک کارونو غوښتنه وکړه.

ورپسې کانونو او پټرولیم وزبر د یاد پوهنتون د زده کړیالانو له ګڼ حضور څخه د مننې ترڅنګ، د کانونو او پټرولیم وزارت د اداري جوړښت د تنظیم؛ ترڅو وکولای شو د کانونو جیولوژیکي معلومات په مؤثره توګه د کارونې او اداره کونې، او همداشان په صنایع استخراجي سکتور کې د نویو پروژو د پلي کیدو او په یاد سکتور کې د تحرک د ایجاد په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. او همدارنګه ښاغلي چخانسوري په هرات پوهنتون کې د تیلو او ګازو څانګې د ایجاد، د ځوانانو په ځانګړي توګه د هرات پوهنتون زده کړیالانو لپاره په کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي سکتور کې د شته کاري فرصتونو د اسانتیا او په صنایع استخراجي سکتور کې د علمي څیړنو په برخه کې د مشترکو برنامو په لاره اچولو خبرې وکړې.

یاده برنامه د زده کړیالانو له لوري د پوښتنو او د کانونو او پټرولیم وزیر لخوا په قناعت لرونکو ځوابونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۱:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ازبکستان ته د روزنیز پروګرام په موخه خپل رسمي سفر پیل کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ سره د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ تنو فني او مسلکي کارکوونکو څخه جوړ یو رسمي پلاوی، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

بېرته خبرونه ته