د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات ولایت په مربوطاتو کې د ټاپي نللیکې د شاوخوا ۱۵۳ کیلومټره مسیر څخه تر دې دمه ۱۵۰.۳ کیلومټره مسیر د نللیکې غځولو لپاره چمتو شوی، چې د یادې برخې د کاري پرمختګ کچه ۹۸ سلنې ته رسېږي.
همدارنګه د نللیکې لپاره د نظارتي او نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې هم په ښه توګه روانې دي او تر اوسه ‍۱۳۴.۲ کیلومټره سړک جوړ او بشپړ شوی دی.
په ورته وخت کې، تر دې دمه ۱۲۲.۳ کیلومټره نللیکه وېلډینګ او غځول شوې، چې نږدې ۸۰ سلنه کاري پرمختګ ښيي. له دې جملې څخه ۷۱.۵ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. د نللیکې د کیفیت، خوندیتوب او تخنیکي معیارونو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه تر اوسه د ۳۳ کیلومټره نللیکې د هایدروټېسټ چارې هم بشپړې شوې دي.
بلخوا، په هرات ولایت کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې روانې دي او تمه ده چې د دغې شبکې د جوړولو عملي چارې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د ګازو د وېش شبکې په جوړېدو سره به د ټاپي نللیکې له لارې لېږدونکی ګاز په هرات ولایت کې صنعتي، سوداګریزو او هستوګنیزو سیمو ته ورسول شي، چې ورسره به د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د اقتصادي فعالیتونو او صنعتي پراختیا لپاره هم زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د ۱:۱۰۰۰۰۰ مقیاس جیولوجیکي نقشې اخیستنې عملي چارې په درېیو زونونو کې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي معینیت اړوند د کانونو د سروې او اکتشاف عمومي ریاست د پنځه کلن کاري پلان له مخې، د ټول هېواد د ۱:۱۰۰۰۰۰ (یو په نسبت د سل زره) مقیاس جیولوجیکي. . .

بېرته خبرونه ته