جمهوررئیس غني: «د کانونو په سکتور کې دې د اقتصادي تحرک په ایجادولو سره کارموندنې او د عوایدو ډېرښت ته زمینه مساعده شي»

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۷:۴۲
ییی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ویډیوکنفرانس له لارې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار کبیر عیسی خېل او د پالیسۍ او ستراتېژۍ ادارې لوی رئیس حارث منان سره، په ارګ کې خبرې وکړې.

د دغې کتنې په پیل کې محمد هارون چخانسوري خپل کاري راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړ او په بشپړ او قانوني شفافیت سره یې د لازم تحرک لپاره د لومړنیو اقداماتو د ترسره کولو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار کبیر عیسی خېل د کانونو او پټرولیم وزارت سره د حقوقي مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.

په یاده کتنه کې د پالیسۍ او ستراتېژۍ ادارې لوی رئیس حارث منان هم د اقتصادي تحرک په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سره هر اړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، د ښاغلي چخانسوري ابتدایي اقدامات وستایل او د کانونو په حقوقي چارچوب کې یې پر اصلاحاتو او په دغه سکتور کې د عملي او شفاف تحرک پر ایجادولو چې د هېواد د عوایدو د ډېرښت او کارموندنې لامل ګرځي، ټینګار وکړ.

جمهوررئیس څرګنده کړه چې د کانونو په سکتور کې شته حقوقي ستونزې باید حل شي. د هیواد جمهوررئیس په دغه سکتور کې د اقتصادي تحرک د ایجادولو په اړه لازمې لارښوونې هم صادر کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۳:۲۶
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له مسئول سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) مسوول عبدالله الدرداري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کانونو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۸:۱۸
Background image

د ټاپي پروژې په اړه د افغانستان د ماموریت مشورتي غونډه ترسره شوه

د افغانستان حکومت، د آسیا پراختیايي بانک ADB ، او د ټي پي سي ال TPCL شرکت ترمنیځ د ټاپي پروژې د تطبیق او په افغانستان کې دیادې پروژې د ورستیو پرمختګونو، د آسیا پراختیايي بانک مالي مرستو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۳:۳۹
Background image

محمد هارون چخانسوري: د افغانستان اقتصادي رفاه، ټولنیز پرمختګ، د منابعو څخه موثره استفاده او ددې بیرغ تر سیورې لاندې د افغانانو ګډ ژوند زمونږ لپاره مهم ارزښتونه دي


د کانونو او پټرولیم وزارت نن سهار د ملي بیرغ ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. دغه مراسم چې د وزارت په انګړ کې ترسره شول، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د. . .

بېرته خبرونه ته