د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره د طوطي میدان ګازي بلاک د قرارداد او د رامنځته شویو تخنیکي او مالي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د وضعیت، د قرارداد د عملي کېدو پر وړاندې د شته ستونزو او د دغو ستونزو د حل لپاره د دواړو لورو د ګډو هڅو پر اړتیا خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي څرګنده کړه، چې د یادې پروژې د ستونزو د حل لپاره هغه وخت چې د ازبکستان هېواد پلاوي افغانستان ته د طوطي میدان ګازي بلاک د ستونزو د حل په موخه سفر کړی وو، د یادو ستونزو د حل په موخه ۱۲۰ ورځې وخت و ټاکل شو، چې په دې موده کې باید شته ستونزې په ګډه وارزول شي او د حل لپاره یې لازم عملي اقدامات ترسره شي.
د وزارت پلاوي د افغانستان له لوري ډاډ ورکړ چې هر هغه موضوع چې د افغانستان اسلامي امارت پورې اړه ولري، د ستونزو د حل او د پروژې د پرمختګ لپاره به لازمې همکارۍ او اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز ازبکستاني لوري هم ډاډ ورکړ، چې د طوطي میدان ګازي بلاک د مالي او تخنیکي ستونزو د حل په موخه به هر هغه اقدام چې اړین وي ترسره کړي. د ازبکستان د کانونو او صنایعو وزیر ټینګار وکړ، چې د طوطي میدان ګازي بلاک قرارداد د یوه خصوصي شرکت او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی، خو ازبکستان د دې پروژې په اړه ځان د دولت په کچه مسوول ګڼي او چمتو دی، چې د پروژې د څارنې، تمویل او د شته ستونزو د حل په برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي هم د افغانستان له لوري د هر ډول لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د اقتصادي او بنسټیزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي.
