جمهوررئیس غني: «د کانونو په سکتور کې دې د اقتصادي تحرک په ایجادولو سره کارموندنې او د عوایدو ډېرښت ته زمینه مساعده شي»

firoz_admin
Wed, Jul 01 2020 7:42 AM
ییی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ویډیوکنفرانس له لارې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار کبیر عیسی خېل او د پالیسۍ او ستراتېژۍ ادارې لوی رئیس حارث منان سره، په ارګ کې خبرې وکړې.

د دغې کتنې په پیل کې محمد هارون چخانسوري خپل کاري راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړ او په بشپړ او قانوني شفافیت سره یې د لازم تحرک لپاره د لومړنیو اقداماتو د ترسره کولو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار کبیر عیسی خېل د کانونو او پټرولیم وزارت سره د حقوقي مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړ.

په یاده کتنه کې د پالیسۍ او ستراتېژۍ ادارې لوی رئیس حارث منان هم د اقتصادي تحرک په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سره هر اړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، د ښاغلي چخانسوري ابتدایي اقدامات وستایل او د کانونو په حقوقي چارچوب کې یې پر اصلاحاتو او په دغه سکتور کې د عملي او شفاف تحرک پر ایجادولو چې د هېواد د عوایدو د ډېرښت او کارموندنې لامل ګرځي، ټینګار وکړ.

جمهوررئیس څرګنده کړه چې د کانونو په سکتور کې شته حقوقي ستونزې باید حل شي. د هیواد جمهوررئیس په دغه سکتور کې د اقتصادي تحرک د ایجادولو په اړه لازمې لارښوونې هم صادر کړې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS