د ننګرهار په ښاروالۍ کې د سکټوري ریاستونو یو ورځنۍ پروګرام وړاندې شو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۸:۵۳
325

د روان (۱۳۹۸) هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نیټه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د خبرواترو یو ورځنی پروګرام چې ۲۳ سکټوري ریاستونه یی کوربانه وو، په لاره واچول شو. په دې پروګرام کې د سکټوري ریاستونو سربیره د ننګرهار له یولسو ولسوالیو څخه ولسي خلکو، صنعت کارانو، ملي سوداګرو، د پوهنتونونو او ښوونځیو محصلینو او زده کوونکو ګډون کړئ ؤ.

د نوموړي پروګرام په ترڅ کې د ننګرهار د کانونو ریاست رئیس له لوري د دې ریاست د تیرو کړنو او پرمختګونو په اړه رڼا واچول شوه، او له هغې وروسته یې د راتلونکو پروګرامونو، د کانونو د قانون او د لارې نقشې په پار یې ګډونوالو ته وضاحات ورکړل.

ښاغلي رئیس د خصوصي سکټور د پانګوالو د پانګونې د لا تشویق په موخه  د قراردادونو او په قراردادونو کې د اسانتیاوو، روڼتیا او پانګونې په اړه حاضیرینو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل. همدارنګه ولس ته یی په اړه د لاری د نقشی مطابق مفصل تشریحات ورکړل  چی د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

د پروګرام په پای کې د حاضرینو ټولو هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول چې دوی یې په اړه تشویش او نیوکې درلودې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۵۱
Background image

بازدید و ارزیابی تخنیکی پروژه‌های معدن‌کاری در ولایت خوست

تیم فنی و تخنیکی  وزارت معادن و پترولیم به رهبری انجنیر عبدالله حیدری، رئیس عمومی تفحص و اکتشاف معادن، از فعالیت‌های معدن‌کاری در ولایت خوست بازدید نموده و عملکرد معدن‌کاران را در بخش. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با مسئوولین عزیزی گروپ

الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم، در دفتر کار خویش با مسئولین کمپنی عزیزی گروپ دیدار نمودند.
در این دیدار، پیرامون چگونگی تولید برق از انرژی ذغال‌سنگ و گاز طبیعی، فرصت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

امضاء قرار داد آهن ولایت بامیان

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم  قرار داد معدن آهن ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان را با شرکت‌های نظری رحیمی و خان وزیری  با مساحت مجموعی (85) کیلو متر مربع  با مجموع. . .

BACK TO NEWS