د ننګرهار په ښاروالۍ کې د سکټوري ریاستونو یو ورځنۍ پروګرام وړاندې شو
د روان (۱۳۹۸) هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نیټه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د خبرواترو یو ورځنی پروګرام چې ۲۳ سکټوري ریاستونه یی کوربانه وو، په لاره واچول شو. په دې پروګرام کې د سکټوري ریاستونو سربیره د ننګرهار له یولسو ولسوالیو څخه ولسي خلکو، صنعت کارانو، ملي سوداګرو، د پوهنتونونو او ښوونځیو محصلینو او زده کوونکو ګډون کړئ ؤ.
د نوموړي پروګرام په ترڅ کې د ننګرهار د کانونو ریاست رئیس له لوري د دې ریاست د تیرو کړنو او پرمختګونو په اړه رڼا واچول شوه، او له هغې وروسته یې د راتلونکو پروګرامونو، د کانونو د قانون او د لارې نقشې په پار یې ګډونوالو ته وضاحات ورکړل.
ښاغلي رئیس د خصوصي سکټور د پانګوالو د پانګونې د لا تشویق په موخه د قراردادونو او په قراردادونو کې د اسانتیاوو، روڼتیا او پانګونې په اړه حاضیرینو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل. همدارنګه ولس ته یی په اړه د لاری د نقشی مطابق مفصل تشریحات ورکړل چی د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
د پروګرام په پای کې د حاضرینو ټولو هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول چې دوی یې په اړه تشویش او نیوکې درلودې.