په کانونو او پټرولیم وزارت کې د مالي اجراتو د ریفورم او مدیریت لپاره پرلیکه سیستم معرفي شو.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۸:۴۴
dss

د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مالي اجراتو د ریفورم او مدیریت پرلیکه سیستم د پیژندنې او تشریح لپاره ترسره شوي ناسته، نن ورځ مخکې له غرمې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي محبوب الله ربانی، د دې وزارت یو شمیر رئیسانو او د مالیې وزارت کارکونکو په ګډون د کانونو وزارت په مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د غونډې په سر کې د مالیې وزارت د عامه مالي مدیریت ارشد کارشناس احمد خالد خوشحال لخوا د مالي اجراتو د ریفورم او مدیریت پر لیکه سیستم چې په کال (۲۰۱۵) د ولسمشر لخوا پرانیستل شوی ؤ هر اړ خیز معلومات وړاندې کړل. د مالي اصلاحاتو پروګرام (Fiscal Reform program) سیستم د دولت د هغې ژمنې پربنسټ چې د نړیوالې ټولنې سره یې کړي وه، چې دغه سیستم په دریو اداراتو کې پلی کوي، نو په همدې وجه له هغو دریو اداراتو څخه یو هم د کانونو او پټرولیم وزارت دی.

د ناستې په جریان کې د هوکړې پر مرور او د فعالیتونو د اجرا په موخه نظرونه تبادله او د ګډونوالو پوښتنو ته په تفصیل سره ځوابونه وویل شول. د مالیې وزارت کارکونکو د دې سیستم د بشپپړ تشریح او کارونو د اجرا په برخه کې د کانونو او بټرولیم وزارت څخه غوښتنه وکړه چې تخنیکي ټیم ور وپیژني ترڅو پروګرام ورته په بشپړ ډول بیان او واورول شي.

چې په پای کې د کانونو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي رباني د مالیې وزارت له کارکونکو څخه د سیستم د تشریح او اجرا په اړه مننه وکړه، او خپلو رئيسانو ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو ورته وړ تخنیکې ټیم ور وپیژني.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۹:۳۱
Background image

دیدار سرپرست وزارت با معاون نخست وزیر قزاقستان

الحاج ملا هدایت‌الله بدری سرپرست وزارت معادن و پترولیم سه شنبه مورخ 2/2/1404 با آقای سیریک ژومانگارین معاون نخست وزیر و وزیر اقتصاد ملی کشور قزاقستان، و هیئت همراه شان در مقر وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۴۹
Background image

دیدار سرپرست وزارت با مسئوولین کمپنی مس عینک

الحاج ملا هدایت‌الله بدری سرپرست وزارت معادن وپترولیم سه‌شنبه ۲ ثور  ۱۴۰۴ با مسئوولین  قراردادی مس عینک و هیئت همراه‌شان در مقر وزارت دیدار نمودند.
در این دیدار  در مورد پیشرفت های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۹
Background image

دیدار معین پلان و پالیسی با رئیس کمپنی S N – Mining Corporation

شیخ‌الحدیث مولوی عبدالرحمن قانت معین پلان و پالیسی سه شنبه مورخ ۱۴۰۴/۱/۲۶ با آقای سودیر شیتی رئیس کمپنی    S N – Mining Corporation  کشور هندوستان و هیئت همراه شان دیدار نمودند.
در این. . .

BACK TO NEWS