وضاحت

په دې وروستیو کې د لوګر ولایت د مس عینک کان څخه یو شمېر منقول لرغوني آثار، چې د تېرې ادارې پر مهال د اطلاعات او کلتور وزارت لخوا د کیندنو په پایله کې لاسته راغلي و او د لنډ وخت لپاره هلته ساتل کېدل، دغه لرغوني آثار د پاک کاری، بیا رغونې او ساتنې په موخه له یادې سیمې څخه کابل ته د اړوند وزارت لخوا را لېږدول شوي دي، تر څو په سم ډول یې ساتنه او بیا رغونه ترسره شي. د غیر منقولو لرغونو آثارو د خوندیتوب او ساتنې په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت او ام سي سي کمپنۍ تر منځ د ځمکې لاندې کان کیندنې په طرحه هوکړه شوې ده.