د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه
د (245050) امریکايي ډالرو په ارزښت د (5014) قیراطه زمرد د 15/8/1403 نېټې د پنجشېر د والي استازي، کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندونکو، رسنیو او د هېواد 100 تنو څخه زیاتو ملي سوداګرو په شتون کې دیاد ولایت د غونډو په تالار کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلورل شول.
د یادونې وړ ده چې په دغو زمردو کې 10 سلنه ونډه د اسلامي امارت او پاتې 90 سلنه د کان کیندنکو ده.