د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په ازبکستان کې د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر محترم شیخ عبدالغفار بحر او ازبکستان کې مېشت یو شمېر افغان پانګوالو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې داوړو لوریو د افغانستان او ازبکستان پر سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو، د افغانستان په کانونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پر راجلبولو، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په شته فرصتونو بحث او خبرې وکړي.
په ازبکستان کې مېشت افغان پانګوالو د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره د ډاډ وړ وباله او د پانګونې لپاره خپله لیوالتیا یې د ډبرو سکرو، مسو، سرب او جستو په کانونو کې څرګنده کړه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست افغانستان د کانونو په برخه کې یو غني او بډایه هېواد یاد کړ، او ډاډ یې ورکړ چې د کانونو په سکټور کې پانګوالو لپاره د هر راز اسانتیاو برابرولو ته ژمن دی.