د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولایتونو د کانونو له یو شمېر رئیسانو سره وکتل

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۱۶
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ د 5/8/1403 نېټې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري او رئیسانو په شتون کې، د ولایتونو د کانونو له یو شمېر رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولایتونو د کانونو رئيسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کانونو وزارت د کاري پلانونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د موخو په ترلاسه کولو کې باید خپلې اړوندې چارې په روڼتیا او له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ ترسره کړئ.

په پای کې یادو رئیسانو د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د اړوندو ریاستونو د کاري اجراتو د ښه والي په موخه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو ستونزو په حل کې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۰
Background image

اعلان نتایج امتحان دروس دینی کارمندان

نتایج امتحان دروس دینی کارمندان، چهارشنبه مورخ ۱۴۰۵/۷/۲۹، با حضور مولوی محمود شاه زاهد، معین تخنیکی، رئیس دعوت و ارشاد و شماری از رؤسای مرکزی در مسجد وزارت معادن و پترولیم اعلان گردید.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

دیدار رئیس عمومی کادستر و مدیریت تطبیق قراردادها با قراردادیان معادن سمنت

محترم انجنیر گل‌محمد برهان، رئیس عمومی کادستر و مدیریت تطبیق قراردادها و محترم انجنیر عبدالقیوم افغان، رئیس مدیریت و تطبیق معادن غیر فلزی، یک‌شنبه مورخ ۲۶ میزان ۱۴۰۵، در دفتر کاری خویش. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

معرفی رئیس تفتیش تخنیکی نفت و گاز

محترم سردار محمد قاصد، بر اساس پیشنهاد شماره (۱۰۶) مورخ ۱۴۴۸/۴/۳ هـ.ق مقام وزارت معادن و پترولیم و حکم شماره (۲۳۴۲) مورخ ۱۴۴۸/۴/۲۴ هـ.ق مقام عالی ریاست‌الوزرا، به‌حیث رئیس تفتیش تخنیکی. . .

BACK TO NEWS