د مس عینک سیمې له مشرانو سره د کانونو او پټرولیم وزارت اړوندو مسئولینو ناسته

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۱۰
س

د لوګر ولایت د مس عینک سیمه یزې شورا مشرانو او مخورو د خپلو ستونزو د حل په موخه نن سه شنبه د 16/5/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت له سلاکار الحاج محمدمعراج (معراج) سره وکتل.

په دې کتنه کې د دغه وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي مطیع الله حقاني، د عینک د مسو پروژې رئیس ښاغلي انجنیر حمیدالله حبیبي او د دوی تخنیکي ټیم هم ګډون درلود،  په پیل کې د مس عینک سیمې مشرانو د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه، د خپلو ستونزو سربېره یې دیادې پروژې د پلي کېدو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

ورپسې د مس عینک پروژې رئیس د یادو اوسېدونکو د ملکیتونو د استملاک په برخه کې د شته ستونزو د حل او د ترسره شویو کارونو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار د دوی د نظریاتو او ستونزو له اورېدلو وروسته د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: د کانونو او پټرولیم وزارت به د استخراجي پروژو د پلي کېدو په برخه کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.

په پای کې د یادې سیمې مشرانو هم په لوګر ولایت کې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پلانونو د پلي کېدو په برخه کې له خپله اړخه د هر راز همکاریو او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۰
Background image

اعلان نتایج امتحان دروس دینی کارمندان

نتایج امتحان دروس دینی کارمندان، چهارشنبه مورخ ۱۴۰۵/۷/۲۹، با حضور مولوی محمود شاه زاهد، معین تخنیکی، رئیس دعوت و ارشاد و شماری از رؤسای مرکزی در مسجد وزارت معادن و پترولیم اعلان گردید.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

دیدار رئیس عمومی کادستر و مدیریت تطبیق قراردادها با قراردادیان معادن سمنت

محترم انجنیر گل‌محمد برهان، رئیس عمومی کادستر و مدیریت تطبیق قراردادها و محترم انجنیر عبدالقیوم افغان، رئیس مدیریت و تطبیق معادن غیر فلزی، یک‌شنبه مورخ ۲۶ میزان ۱۴۰۵، در دفتر کاری خویش. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

معرفی رئیس تفتیش تخنیکی نفت و گاز

محترم سردار محمد قاصد، بر اساس پیشنهاد شماره (۱۰۶) مورخ ۱۴۴۸/۴/۳ هـ.ق مقام وزارت معادن و پترولیم و حکم شماره (۲۳۴۲) مورخ ۱۴۴۸/۴/۲۴ هـ.ق مقام عالی ریاست‌الوزرا، به‌حیث رئیس تفتیش تخنیکی. . .

BACK TO NEWS