د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له مرستیال سره وکتل

urgent_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۴۱
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي په شتون کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له مرستیال ښاغلي مولوي بخت الرحمن شرافت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو او د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ټولګټو وزارت د ریل پټلۍ مرستیال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ریل پټلۍ د جوړولو او د یادې ادارې د کاري پرمختګونو په اړه د وزارت له مشرتابه مننه وکړه، د کانونو له عوایدو څخه یې د رېل پټلۍ د پروژو د تمویل غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وويل: کانونه د هېواد ملي پانګه ده او د قرارداد او استخراج په برخه کې بايد هڅې او پاملرنه وشي، د کانونو له عوايدو څخه د سترو ملي پروژو تمويل وشي، د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي ترڅو کانونو په پوره روڼتیا او د کان کیندن دطرزالعمل مطابق قرارداد ته وسپارل شي او عواید باید ملي پروژو ته ځانګړې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

سفر وزیر معادن و پترولیم به ولایت کاپیسا

الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم طی سفری رسمی به ولایت کاپیسا، از معادن نفرایت ولسوالی تگاب آن ولایت دیدار نمودند.
در این سفر، الحاج قاری احسان‌الله بریال والی کاپیسا و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۳
Background image

افتتاح صنف آموزش زبان انگلیسی

ریاست امور کارکنان به همکاری آمریت آطلاعات و ارتباط عامه وزارت معادن و پترولیم، جهت بلند بردن سطح آگاهی و ارتقای ظرفیت کارمندان، کورس آموزشی زبان انگلیسی را برای ۶۰ تن از کارمندان این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

معرفی رئیس جدید لابراتوارها

براساس پیشنهاد وزارت معادن و پترولیم و منظوری مقام ریاست الوزراء، محترم پوهنیار شیرعلی جوهر صافی، پنجشنبه مورخ ۱۴۰۵/۲/۱۷ توسط محترم مولوی عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت. . .

BACK TO NEWS