د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
امضاء قرار داد آهن ولایت بامیان

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰ سلنې رویالټي په بدل کې د نظري رحیمي او خان وزیري شرکتونو له استازو سره لاسلیک کړ.

امضاء قرار داد آهن ولایت بامیان

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان په اړه خبرې وکړې ویې ویل، د دغه کان تړون د ۳۰ کلونو لپاره په دې شرط لاسلیک کېږي، چې قراردادي شرکتونه د کانونو له اصولو، کړنلارو او خپلو ژمنو سره سم فعالیت او کار وکړي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د قراردادي شرکتونو له ژمنو او هوکړو سره سم به د کان سل سلنه پروسس د هېواد دننه ترسره کېږي. سربېره پر دې یې د ټولنیزو خدمتونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به لسګونو افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته