د ټاپي سترې پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

kamran2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۲۲:۱
ټاپي

د ټاپي سترې پروژې رغنیزې چارې دا مهال د افغانستان په هرات ولایت کې په چټکتیا سره له کوم ځنډ پرته رواني دي. تر دې دمه څه باندې ۶ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۵۵۰۰ مټره نللیکې سیمې ته لېږدل شوي دي. په ورته وخت کې د نللیکې د مسیر د چمتو کولو او انجنیري سروې کارونه هم روان دي چې دغه چاره به د نللیکې غځولو کارونه لا ګړندي کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت او د ټاپي نللیکې کمپنۍ مسوولین پلان لري، چې د هوا په ښه کېدو سره کارونه نور هم چټک کړي او له مهالوېش سره سم د هرات برخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته