د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د P I N او I R C موسیسو له رئیسانو سره ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د P I N او I R C نړۍ والو موسیسو له رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په پیل کې د P I N موسیسې رئیس د یاد موسیسې د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، همدا راز یې په بېلا بېلو برخو کې د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه د ښوونیزو برنامو په ځانګړې توګه د تخنیکي او اقتصادي برنامو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې، ترڅنګ یې  د I R C موسیسې رئیس هم د یادې موسيسې له لوري د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی د برنامو هر کلی وکړ او د هرډول لازمو همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته