د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات او بادغېس ولایتونو له والیانو سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۲۹
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د هرات له والي ښاغلي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار او د باد غېس له والي عبد الصمد جاوید سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو ولایتونو والیانو ته ښه راغلاست وویل، پر بېلابېلو موضوعاتو باندې یې خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د یادو ولایتونو د کانونو په برخه کې د پانګونې او د پانګوالو په جلبولو، د کاري زمینې برابرولو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د هرات او بادغېس ولایتونو والیانو د خلکو ستونزې د وزارت د ر هبري له مقام سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو ولایتونو والیانو ته ډاډ ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د شته امکاناتو په شتون کې هڅه وکړي، چې د یادو ولایتونو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته