کانونو او پټرولیم وزارت وزیر د کانونو او صنایع خونو له رهبري هییت، معدنکارانو او صنعت کارانو سره غونډه وکړه.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۱:۲
ddd

په دغه غونډه کې د مرمرو، شوکاڼي، قیمتي او نیمه قیمتي تېږو او د ډبرو سکرو سکټورونو، د اوسپنې ویلي کېدلو اومالګې فابریکه دارانو ګډون درلود.

د غونډې په پېل کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا محمد عیسی اخند د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل.

وروسته بیا ګډونوالو وزیر ته د مبارکۍ تر څنګ تهعد او ژمنه وکړه چې موږ به له اسلامي امارات سره ګډ کار کوو، او له وزیر څخه یې غوښتنه وکړه چې د پورته یادوشوو سکټورنو زیاتې فابریکې د خامو موادو او قراردادونو د نشتون له امله غیر فعاله دي، باید قراردادونه راکړل شي او د قراردادونو پروسه اسانه شي تر څو پدې برخه کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د هیواد صادرات لوړ شي.

د غونډې په پای کې وزیر له دوی سره ژمنه وکړه چې د شته ټولو ستونزو ته یې رسیدنه کوي او  معدنکارانو سره په ګډه د حل لار پیدا کړي. ده همدا راز له معدنکارانو او صنعت کارانو وغوښتل چې د هیواد په ابادۍ کې دې رغنده رول ولوبوي او له اسلامي امارات سره یو ځای هیواد او خلکو ته خدمت وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۱:۰
Background image

د ترکمنستان له سفیر سره د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج محمد عیسی اخند او د دغه وزارت مشرتابه د 18/3/1443 نېټه په خپل کار ی دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي عوضوف سره وکتل.

په دې کتنه کې د ټاپي د پایپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۱۰:۵۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت درې نوي رئیسان معرفي شول

درې نوي رئیسان چې د وزارت د مقام په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ۷۵ ګڼه فرمان د ۱۱/۳/۱۴۴۳ – ۷۲ نیټې په ۱۰/۳/۱۴۴۳ نیټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دیپلوم انجینر نورالله. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۱۰:۱۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د کاپيسا ولایت له کانونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي محمد عیسی آخند د جمعې په ورځ  1443/3/8 تاریخ چې 1400/7/23 هجري شمسي نېټې سره برابره ده د کاپیسا ولایت د کانونو رئیس. . .

بېرته خبرونه ته