کانونو او پټرولیم وزارت وزیر د کانونو او صنایع خونو له رهبري هییت، معدنکارانو او صنعت کارانو سره غونډه وکړه.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۱:۲
ddd

په دغه غونډه کې د مرمرو، شوکاڼي، قیمتي او نیمه قیمتي تېږو او د ډبرو سکرو سکټورونو، د اوسپنې ویلي کېدلو اومالګې فابریکه دارانو ګډون درلود.

د غونډې په پېل کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا محمد عیسی اخند د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل.

وروسته بیا ګډونوالو وزیر ته د مبارکۍ تر څنګ تهعد او ژمنه وکړه چې موږ به له اسلامي امارات سره ګډ کار کوو، او له وزیر څخه یې غوښتنه وکړه چې د پورته یادوشوو سکټورنو زیاتې فابریکې د خامو موادو او قراردادونو د نشتون له امله غیر فعاله دي، باید قراردادونه راکړل شي او د قراردادونو پروسه اسانه شي تر څو پدې برخه کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د هیواد صادرات لوړ شي.

د غونډې په پای کې وزیر له دوی سره ژمنه وکړه چې د شته ټولو ستونزو ته یې رسیدنه کوي او  معدنکارانو سره په ګډه د حل لار پیدا کړي. ده همدا راز له معدنکارانو او صنعت کارانو وغوښتل چې د هیواد په ابادۍ کې دې رغنده رول ولوبوي او له اسلامي امارات سره یو ځای هیواد او خلکو ته خدمت وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با رئیس پروژۀ تاپی 

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  پنجشنبه مورخ ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ با آقای خواجه عوضوف سفیر ترکمنستان و محمد مراد امانوف رئیس پروژۀ تاپی در دفتر کاری شان ملاقات نمودند.
در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

برگزاری داوطلبی زمرد در ولایت پنجشیر

به تاریخ ۱۲ ماه حوت سال ۱۴۰۴ هجری خورشیدی، داوطلبی فروش زمرد در مرکز ولایت پنجشیر از سوی وزارت معادن و پترولیم، در یک روند شفاف برگزار شد.
در این داوطلبی که در تالار جلسات ولایت برگزار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۴۸
Background image

داوطلبی سرب و جست ولایت کندهار برگزار گردید


مجلس داوطلبی مقدار 542.5 تن سرب و جست ساحۀ بی‌بی گوهر ولسوالی خاکریز ولایت کندهار سهم وزارت که قبلأ به اعلان سپرده شده بود با حضور محترم ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس عمومی کادستر و تنظیم. . .

BACK TO NEWS