په هېواد کې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پروسس مراکزو جوړیدل به، د ملي عایداتو د زیاتوالي او کاري فرصتونو د رامینځته کیدو سبب شي

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۸:۴۶
fff

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد حمید یوسفي د بلجیم هېواد د (Mac Precious Stones) کمپنی له تخنیکي مسؤول ښاغلي میشل سره، د تیرو کتنو په څیر د افغانستان په قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پانګوونې په اړه خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې، د یادې کمپنی تخنیکې مسؤول د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د قانوني استخراج او د یادو ډبرو د پروسس مرکز د جوړیدو په اړوند د خپلو طرحو د وړاندې کولو ترڅنګ، د امنیتي وضعیت او غیرقانوني استخراج په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې.

له هغه وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، د یادې کمپنی د طرحو هرکلی وکړ او د افغانستان قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو زیرمې یې د پانګونې لپاره مناسبې وبللې. او زیاته یې کړه چې، کانونو او پټرولیم وزارت د بېلابیلو خواوو څخه د پانګوونې لپاره لازمې اسانتیاوې مساعدې کړي او افغان دولت د پانګوونې ملاتړ ته په بشپړه توګه ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پروسس مرکز په جوړیدو سره به د هېواد کاني سکتور استخراج ګړندۍ، د عایداتو لوړیدل او ترڅنګ به یې لس زره هېوادوالو ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د دندې فرصتونه رامینځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته