د کانونو او پټرولیم وزارت د پولي تخنیک له ظرفیتونو څخه د کانونو په سکتور کې د تحرک د ایجادولو لپاره ګټه اخلي

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۱۲:۴۱
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو په سکتور کې د لازم تحرک د ایجادولو او د افغانستان د بشري پانګې له تجربو څخه د ګټه اخیستنې په خاطر، د کابل پولي تخنیک له یو شمېر پخوانیو او اوسنیو استادانو سره مشورتي قراردادونه لاسلیک کړل.

د پولي تخنیک له استادانو سره د تړون موخه، د دوی له علمي پانګې څخه د عوایدو د لوړولو او د تحرک د ایجادولو لپاره لازمه ګټه اخیستل دي.

نن سهار د وزارت د رهبرۍ او د پولي تخنیک د استادانو ترمنځ تعارفي او تخنیکي ناسته ترسره شوه.

دوی به وزارت ته د منرالونو او د ګازو او نفتو په برخه کې د شته معلوماتو په رڼا کې د تحرک د ایجادولو لپاره لازمې مشورې ورکوي ترڅو په نتیجه کې یې د عوایدو ډېرښت، کارموندنې او د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت او د خصوصي سکتور فعالې ونډې ته زمینه مساعده شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته