د منرالونو د معدنکارۍ ۳۸ غټې او وړې پروژې او د ودانیزو توکو ۱۴۷ پروژې، داوطلبۍ ته سپارل شوې دي

کابل، افغانستان: د کانونو او پترولېم وزارت په ۱۳۹۸ مالي کال کې په ټولیزه توګه د منرالونو ۳۸ غټې او وړې پروژې او د ودانیزو توکو د سیمو ۱۴۷ پروژې، د خپلو کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای پر ځای کړي، یادې پروژې او سیمې د اقتصاد د عالي شورا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تایید او داوطلبۍ ته سپارل شوې دي.
په ۱۳۹۸ مالي کال کې د کانونو سکتور ټولیز عواید ۵۰۵۳۳۸۲۵۳۰ افغانیو ته رسېږي، چې ۱۴۸۵۵۷۰۷۱۴ افغانۍ یې مرکزي عواید، ۳۶۴۹۳۷۰۰۴ افغانۍ ولایتي عواید او ۳.۲ میلیارډه افغانۍ د تصدیو له عوایدو لاس ته راغلي وي.
د کانونو او پترولېم وزارت سرپرست، عنایت الله مومند، چې د پنجشنې په ورځ یې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لومړۍ ورځ، په ۱۳۹۸ کال کې د دغه وزارت کړنې او لاسته راوړنې بیانولې، زیاته کړه: په ۱۳۹۸ مالي کال کې د معدنکارۍ د ۵ غټو پروژو د داوطلبۍ بهیر پیل شوی چې د هرات او پروان ولایتونو د مرمرو، د کاپیسا ولایت د تالکو او مرمرو او د میدان وردګو ولایت د ټراورټینو پروژې پکې شاملې دي، خو د وړ او پر شرایطو د برابر داوطلب د نه شتون له امله دغه پروژې بیاځلي داوطلبۍ ته سپارل شوې دي.
مومند وویل اوسمهال په زېربنایي تاسیساتو لکه ترانسپورټ، د برېښنا انرژۍ، ځمکه او اوبو کې د ستونزو د شتون له امله؛ په وړه کچه د معدنکارۍ پروژې او د ودانیزو توکو پروژې د وزارت لپاره لومړیتوب لري.
د کانونو د ساتنې کمېټه، چې په خپلسرې توګه د معدني توکو له استخراج او قاچاق څخه د مخنیوي په موخه، د جمهور رییس د حکم پر بنسټ رامنځته شوې، خپل فعالیت پیل کړی دی. دغې کمېټې له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ، ګډ طرز العمل چمتو کړی چې د هغه پر بنسټ په ۱۶ ولایتونو کې په ناقانونه توګه د معدنکاریو د سروې چارې بشپړې شوې او ژر به دغه سیمې په قانوني تړونونو بدلې شي.
د کانونو او پترولېم وزارت سرپرست زیاته کړه د هرات، بامیانو، ډایکندي، ننګرهار او تخار ولایتونو کې د سیمو د رسمي کولو بهیر په ازمایښتي ډول پیل شوی او ژر به ۴ ولایتونو ته قانوني جوازونه ورکړل شي.
هغه وویل د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره په همغږۍ، د رېګ او جغل د ۱۹ کارخونو او د ګچ جوړولو د ۳۳ کارخونو چارې چې په ناقانونه توګه یې فعالیت کاوه، درول شوې دي.
د جیولوجۍ د سروې په برخه کې په ۱۳۹۸ مالي کال کې په ۱۵ ولایتونو کې د ګټورو توکو ۳۵ کانونه تثبیت شوي، د منرالي زېرمو د ۲۵۳ کیلومتره مربع مساحت سروې او نقشه اخیستل شوې، په غرونو کې ۹۱۰ متر مکعب کېندنې شوي، د ځمکې لاندې اوبو ۳۱۰ سطحې اندازه شوې او د جیلوجیکي اطلاعاتو ۱۰۹ راپورونه تحلیل او تفسیر شوي دي.
مومند ټینګار وکړ چې په وروستیو دوه کلونو کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو سازماني پراختیا په رامنځته کېدو سره، د وزارت عادي او پراختیایي بودجې په لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او دغه وزارت توانېدلی چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۹۹ سلنه عادي او پراختیایي بودجه مصرف کړي.
د ګازو د څاګانو د بیارغونې او کېندنې پروژه، د خصوصي سکتور او دولت ګډې پروژې، د شبرغان- مزارشریف د ګازو د انتقال د پایپ لاین پروژه، د افغان تاجیک د نفتي حوزې پروژه او ټاپي پروژه؛ د کانونو او پترولېم وزارت له پراختیایي پروژو څخه ګڼل کېږي چې د یو شمېر پروژو چارې یې وروستۍ او د یو شمېر نورو یې جریان لري.
د کانونو او پترولېم وزارت، په دغه وزارت کې له فساد سره مبارزې او د اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی او د ۱۳۹۸ کال له اداري فساد سره د مبارزې د عمل پلان چې ۹ بنچمارکه او ۳۷ فعالیتونه لري، له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ او نورو لومړیتوبونو په رڼا کې له مدني ټولنو، تمویلوونکو، خصوصي سکتور او نورو ذیدخلو بنسټونو سره په مشورې چمتو او پلی شوی دی.
مومند وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له پنځلسمې مادې سره سم او د عامه پوهاوي په موخه؛ د کانونو او پترولېم وزارت ټول فعالیتونه، پلانونه، راپورونه، لاسته راوړنې او کړنې، په ورځني ډول د دغه وزارت پر وېب سایټ خپرېږي.