د تدارکاتو ریاست

د تدارکاتو ریاست یو له مهمو او کلیدی ریاستو څخه دی چی په (1390) کال کي د کانونو او پترولیم وزارت د تشکیلاتو په محوطه کی تآسیس شوی دی. یاد ریاست د کلنی منل شوی تدارکاتی پلان له مخی د ټولو تدارکاتی اړتیاوو لکه د اجناسو، ودانیزچارو؛ مشورتی او غیر مشورتی خدمتونه په برخه کی د مرکزی ریاستونو او همدارنګه دوهمی واحدونو مسؤلیت په غاړه لری او خپلی ورځنی چاری د افغانستان د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل په رڼا کی د ملی تدارکاتو د اداری په مرسته د روڼتیا او حساب ورکونی تر اصل لاندی بشپړوی .

د تدارکاتو ریاست خپلی دندی د وظایفو د لایحی په اساس د بشپړ استقلالیت سره سم پر مخ بیایی، چی په دی موده کی یاد ریاست خپلو کارکونکو ته د ننه په وزارت کی د ظرفیت د لوړتیا په خاطر زدکړو او ظرفیت د لوړوالی پروګرامونه دایر کړی دی او همدارنګه د لازیاتو زدکړو لپاره د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون په همغږی ځینی اړینی زدګړی او پروګرامونه تر لاس لاندی نیولی او پلی کړی دی.

 

د تدارکاتو ریاست په خپل تشکیل کی څلور آمریتونه او یو حقوقی مشاوریت لری چی په لاندی ډول دی.

]chart01

 

د تدارکاتو ریاست په (۱۳۹۷) کال کی د اجناسو، وادانیزو چارو، مشورتی او غیر مشورتی خدمتونو د پروژو چاری سمبال قراردادونه لاسلیک کړی دی چی په ټولیزه توګه یی ارزښت (۱۴۲۶۲۷۵۵۰۴۸)افغانۍ کیږی.

 د تدارکاتو ریاست په (۱۳۹۸) کال کی (۸۵) پروژی د اجناسو، ودانیزو چارو، مشورتی او غیر مشورتی خدمتونو  به برخه کی پلان کړی دی چی اټکل شوی ټولیز ارزښت یی (۵۴۲۲۶۲۲۵۶) افغانۍ کیږی.