اطلاعاتو ته د لاسرسي نړېوالې ورځې په مناسبت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلامیه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۴:۵۵
dddd

د جمهوري نظام د بقاء او پیاوړتیا په موخه ضروري ده چې، اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولنې د وګړو لپاره اسان او حتمي شي. ددې لپاره چې خلک خپل ضرورتونه د حکومت په ټولو برنامو کې حس کړي، اړینه ده چې په اړه یې هراړخیزو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت د شفافیت د تامین په موخه د حساب ورکړې اصل ته ژمن دی. د افغانستان ټولې زېرمې د افغانستان د خلکو پانګې دي. پدې سکتور کې د هر ډول پرمختګونو، نوښتونو، نویو برنامو او د پروژو په اړه خلکو ته د پر وخت او کره معلوماتو ورکړه زمونږ مسئولیت او ملي رسالت دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري، اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت، د رسنیو د ټولو شهیدانو روح ته دعا کوي او د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي له ټولو ملي او بین المللي اصولو ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته