د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین او CAPEIC کمپنۍ له رئیسانو سره وکتل

firoz_admin
Tue, May 07 2024 8:45 AM
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د CAPEIC او افچین کمپنۍ له رئیسانو او مل پلاوي سره وکتل.
د افچین کمپنۍ رئیس د ۲۰۲۴ کال لپاره د کاري پلانونو، د حسابونو د تصفیې، د ۱۴۰ کیلومتره مربع د 3 بعدي سروې چې د بشپړېدو په حال کې ده او نورو موضوعاتو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، دغه راز د کمپنۍ اړوند ستونزې او وړاندیزونه یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د لاسته راوړنو، فعالیتونو او ستونزو د راپور له اورېدو وروسته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او په کارونو کې یې په پرمختګ او روڼتیا سربېره د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS