د جیوفزیک رياست ته نوی رئيس معرفي شو
ښاغلی انجنير مطیع الله عادل په دوهم رتبه بست کې د جيوفزيک رئيس په ټوګه د مالي او اداري مرستيال مولوي حسام الدين صابري او د يو شمېر رئيسانو په شتون کې نن يکشنبه د 1402/6/5 نېټې د ياد رياست کارمندانو ته ورمعرفي شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستيال د دغه وزارت د جیو فزیک د نوي رئیس د معرفي کولو پرمهال د یاد شوي شخصیت په اړه توضیحات ورکړل او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې ښاغلي انجنير مطیع الله عادل د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ د خپلو کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې او په دغه وزارت کې یې د ورسپارل شویو چارو د لا ښه پرمختګ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی انجنیر مطیع الله عادل د جیو فزیک په برخه کې لیسانس او د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې ماسټري لري او تر دې وړاندې یې د هایدرو کاربنونو رياست د نفتو او ګازو د تنظیم او تصنيف امر په توګه دنده ترسره کوله.