د جیوفزیک رياست ته  نوی رئيس معرفي شو 

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۹:۲۵
ee

ښاغلی انجنير مطیع الله عادل په دوهم رتبه بست کې د جيوفزيک رئيس په ټوګه د مالي او اداري مرستيال مولوي حسام الدين صابري او د يو شمېر رئيسانو په شتون کې نن يکشنبه د 1402/6/5 نېټې د ياد رياست کارمندانو ته ورمعرفي شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستيال د دغه وزارت د جیو فزیک د نوي رئیس د معرفي کولو پرمهال د یاد شوي شخصیت په اړه توضیحات ورکړل او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې ښاغلي انجنير مطیع الله عادل د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ د خپلو کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې او په دغه وزارت کې یې د ورسپارل شویو چارو د لا ښه پرمختګ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی انجنیر مطیع الله عادل د جیو فزیک په برخه کې لیسانس او ​​د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې ماسټري  لري او تر دې وړاندې یې د هایدرو کاربنونو رياست  د نفتو او ګازو د تنظیم  او تصنيف امر په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته