د تخار ولایت د مالګې کانونو داوطلبۍ ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۴
fds

د تخار ولایت د ارچه کوتل او د تاقچه خانه سیمې B او C بلاکونو د مالګې کانونو داوطلبي شنبه د 27/12/1401 نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادو ساحو د مالګې کانونه چې مخکې اعلان ته سپارلې وو داوطلبي یې نن د مرستیالانو، رئیسانو، ټاکلي هیئت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلو په اروزنه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو په شفافه توګه تر سره کړه.
په دې داوطلبۍ کې د الهادي نبی کانونو استخراج شرکت د رویالټي په قیمت سره في ټن 1500 افغانۍ د ارچه کوتل، او د تاقچه خانه د  B بلاک د سکای آریا شرکت د رویالټي په قیمت سره في ټن 2500 او د C بلاک  شهبازمنصور کانونو استخراج شرکت د رویالټي په قیمت سره د 1125 افغانۍ ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۵.۲ درجې په کچه زلزله ثبت کړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شوو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۸مه نېټه، د سهارشاوخوا ۶ بجو او ۲۹ دقیقو، د ۵.۲ درجې په کچه زلزله ثبت شوې ده.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۹:۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د فاین سټار ګروپ او ازره ګرین سټون شرکتونو سره تفاهم لیک لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۸مه نېټه، د فاین سټار ګروپ او ازره ګرین سټون د استخراج او پروسس شرکتونو له استازو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۲:۳۳
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو په کړنو د څارهیئت څلورمه ناسته ترسره شوه

د اقتصادي وزارتونو او ادارو په کړنو د څار هیئت څلورمه ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په پیل کې د کانونو او. . .

بېرته خبرونه ته