د کانونو او پټرولیم وزیر د فاین سټار ګروپ او ازره ګرین سټون شرکتونو سره تفاهم لیک لاسلیک کړ

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۹:۸
د کانونو او پټرولیم وزیر د فاین سټار ګروپ او ازره ګرین سټون شرکتونو سره تفاهم لیک لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۸مه نېټه، د فاین سټار ګروپ او ازره ګرین سټون د استخراج او پروسس شرکتونو له استازو سره د سربو او جستو د معیاري پروسس د کارخونې د انتقال او نصب په برخه کې د پانګونې په موخه تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال وویل، د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې د کانونو د استخراج او پروسس او همدارنګه د اړوندو کارخونو د جوړولو په برخه کې ټولو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د کانونو د پروسس او په دې برخه کې د پانګونې د پراختیا لپاره د خصوصي برخې ملاتړ کوي.
د یادو شرکتونو استازو هم په خپل وار د تفاهم لیک له مخې د شويو ژمنو د عملي کولو په برخه کې خپل ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته