د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ د اسماعیل خېلو سیمې د وزارت برخه(2088.6955) ټنه کرومایټ ډبرې د 1405/6/31 نېټې څخه د (10) ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د یادو کرومایټو لپاره د قیمت ټاکنې کمېټې له لوري د یو ټن لومړنی قیمت(16107) افغانۍ ټاکل شوی دی.
هغه کسان چې غواړي یادې ډبرې واخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د (10) کاري ورځو په ترڅ کې د فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست ته وسپاري او شرطپاڼه دې ترلاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي، چې د شرطپاڼې اړوند د لومړني ټولیز قیمت لس(10) سلنه نغدې پیسې د بانکي تضمین لیک په بڼه او یاد هم په نغدي ډول د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.
