د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

kamran2_admin
*اعلان مجدد داوطلبی*

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د لټه کور سیمې د وزارت برخه(507.15) ټنه کرومایټ ډبرې د 1405/6/31 نېټې څخه د (10) ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د یادو کرومایټو لپاره د قیمت ټاکنې کمېټې له لوري د یو ټن لومړنی قیمت(14061) افغانۍ ټاکل شوی دی.
هغه کسان چې غواړي یادې ډبرې واخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د (10) کاري ورځو په ترڅ کې د فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست ته وسپاري او د داوطلبۍ شرطپاڼه دې تر لاسه کړي.
داوطلبان مکلف دي چې د شرطپاڼې اړوند د لومړني ټولیز قیمت لس(10) سلنه نغدې پیسې د بانکي تضمین لیک او یا هم په نغدي ډول د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د پنجشېر ولایت د زمردو داوطلبۍ (بولۍ) خبرتیا

په پام کې ده چې د پنجشېر ولایت ۵ تنه د مسلکي کان کیندنې جواز لرونکي کسان، خپل استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلوري.
ټولو پانګوالو او علاقمندانو ته بلنه ورکول کېږي، چې د سه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د امو دریا نفتي حوزې(۱۰۰٬۰۰۰) سل زره ټنه خام نفت د ۱۴۰۵/۰۸/۰۶ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۸/۲۵ نېټې پورې د داوطلبۍ له لارې وپلوري. د یادو نفتو اندازه . . .

Back to tenders