د افچین کمپنۍ د 2024 مالي کال پلان په اړه د پرزنټېشن له لارې معلومات وړاندې شول 

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۹:۱۶
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د یاد وزارت د مرستیالانو، رئیسانو په ګډون د هایدرو کاربنونو عمومي ریاست رئیس انجنیر محمد طارق له لوري د پرزنټېشن له لارې د افچین کمپنۍ د 2024 مالي کال پلان په اړه معلومات وړاندې شول.
په پیل کې د هایدرو کاربنو عمومي رئیس د تېر مالي کال په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، ورپسې یې د 2024 مالي کال دراتلونکو پلانونو، د نويو استخراجي او اكتشافي څاه ګانو كيندل، د نفتو لپاره د زېرمو جوړول، دوه بعدي او درې بعدي سروې کول، د سړکونو جوړول، د نویو تاسیساتو او تعمیراتو جوړول، د نویو وسایلو او وسایطو اخیستل، د انجینرانو او کارکونکو ګمارل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه، چې د راتلونکي کال په بودېجه کې شامل دي هر اړخیز معلومات واورول.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین کمپنۍ د 2024 مالي کال د راپور له اورېدو څخه وروسته یې سپارښتنه وکړه، چې د ډېرو مصارفو مخنیوی دې وشي، قراردادونه دې د آزادې داوطلبۍ له لارې افغان شرکتونو ته ورکړل شي او د امکان په صورت کې دې یواځې افغان انجینران په دندو وګمارل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

اختتام دورۀ پراکتیک محصلین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل و پوهنتون بلخ

پروگرام پراکتیک تولیدی محصلین رشته استخراج معادن زیر زمینی به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی  از سوی ریاست انستیتوت معادن برای 45  تن از محصلین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل و رشتۀ انجنیری. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

معینان جدید وزارت معادن و پترولیم معرفی شدند

بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، معینان جدید مالی و اداری، تخنیکی، سروی و جیولوجی یک شنبه مورخ ۱۴۰۵/۵/۱۱از سوی محترم شیخ الحدیث نورالحق انور رئیس عمومی ادارۀ امور، محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۴۸
Background image

اختتام برنامه آموزشی اساسات مدیریت پروژه

برنامه آموزشی تحت عنوان اساسات مدیریت پروژه که به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی و مدیریتی ۴۰ تن از مسؤولین ریاست‌های مرکزی و ریاست‌های معادن ولایات، به‌گونۀ آنلاین که از تاریخ ۳ سرطان. . .

BACK TO NEWS