"د کانونو په مدیریت کې د ښځو رول" تر عنوان لاندې د زده کړې برنامه وړاندې شوه

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
3.21

تیره اونۍ په کانونو او پټرولیم وزارت کې د کانونو د مدیریت په تړاو د ښځو د رول تر عنوان لاندې د زده کړې دوه ورځنۍ برنامه وړاندې شوه، چې د دې وزارت (۲۰) ښځینه کارکونکو ورکې ګډون کړی ؤ.

د دې برنامې له وړاندې کولو څخه د ښځینه کارکونکو د پوهاوي، ظرفیت لوړونې، په کاري محیط کې د مسلکيتوب، د کان کیندنې په فعالیتونو کې د جنډر د رول په پراخوالي، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون، په ملکي او پالیسۍ خدمتونو کې د ښځو (۲٪) ونډه اخیستنې، د کانونو او پټرولیم وزارت د جنډر امریت او (GIZ-MG) په ګډه همکارۍ وړاندې شوه.

نوموړي برنامه د کانونو او پټرولیم وزارت د ښځینه کارکونکو لپاره د لاسته راوړنې څخه وبلل شوه چې ګډونوالو ته د تصدیق نامو په ویش ولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

بېرته خبرونه ته