د کانونو او پټرولیم وزارت بین الوزارتي غونډه ترسره شوه

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۱:۵۹
د کانونو او پټرولیم وزارت بین الوزارتي غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیا‌ءالرحمن الاریوبي په مشري د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې بین الوزارتي غونډه د اقتصادي معاونیت، ټولګټو، مالیي، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د برښنا، د فرامینو او احکامو لویو ریاستونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کانونو له عوایدو څخه د ملي پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي، د کاني پروژو ورکړه د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنلارې او تدارکاتي اصولو مطابق او د مالیې وزارت له لوري د کانونو د عوایدو څخه د ملي پروژو د تمویل لپاره د یو ځانګړې کوډ په جوړولو باندې یې بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته