د کاني زېرمو په برخه کې د روسي پانګوال لېوالتیا

sp_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۲:۴۸
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ (1403/6/15) نېټې له روسي پانګوالو او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې روسې پانګوالو په افغانستان کې د بشپړ امنیت او ثبات د ټینګښت له امله خوښي څرګنده کړه او د هېواد د کانونو په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو په برخه کې یې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دوی ته د پانګونې په موخه ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته