د پنجشېر ولایت زمردو اتمه داوطلبي ترسره شوه

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۱۳
س

د (37550) امریکايي ډالرو په ارزښت د (2491) قیراطه زمرد د 30/5/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند د پنجشېر د والي استازي، کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندونکو، رسنیو او د هېواد 75 تنه ملي سوداګرو په شتون کې دیاد ولایت د غونډو په تالار کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلورل شول.

د یادولو وړ ده چې تر دې دمه 586 د زمردو مسلکي اجازه نامې او دیاقوتو 3 مسلکي اجازه نامې د قانوني استخراج لپاره ویشل شوي چې د پنجشېر ولایت شاوخوا پنځلس زره هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه راز د کان کیندنې د جوازونو له ویش څخه تر دې مهاله پورې په 24 داوطلبیو کې د 4,716,923  امریکايي ډالرو په ارزښت 75,887.5 قیراطه زمرد او د 1000 امریکايي ډالرو په ارزښت 85 کیلو ګرامه یاقوت پلورل شوي، چې پکې 10 سلنه برخه د اسلامي امارت او پاتې 90 سلنه یې د کان کیندونکو ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته