د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ننګرهار له والي سره وکتل

urgent_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۴:۲۳
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د 8/5/1403 نېټې د ننګرهار له والي ښاغلي الحاج ګل محمد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ننګرهار والي د یاد ولایت د کانونو استخراج په برخه کې د روڼتیا او غوره مدیریت له کبله خوښي څرګنده کړه، د قاچاق او غیرقانوني کیندنو د مخنیوي په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دغه ولایت د خلکو وړاندیزونه، ستونزې یې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او په ننګرهار ولایت کې د کاني زېرمو د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د وزارت له مشرتابه څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په شتون کې به د دغه ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته