کندهار ولایت ته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سفر

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۴:۵۱
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، د پلان او پالیسۍ مرستیال ضیا‌ءالرحمن الاریوبي، د مالي او اداري مولوي حسام الدین صابري او د جیولوجي سروې مرستیال انجنیر نورالله ستانکزی د 26/8/1401 نېټې  کندهار ولایت ته دوه ورځینی سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې  ښاغلي شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کندهار ولایت د کانونو رئیس، د کندهار ولایت د پانګونې او صنایعو خونې رئیس، او له ملي سوداګرو سره ولیدل.
ښاغلي شېخ صاحب له ټولو په ځانګړې توګه له پانګوالو څخه مننه وکړه چې تاسې په دې هیواد کې پانګونه کوئ د خلکو او د هیواد اقتصاد پیاوړی کوئ. او همدارنګه یې پانګوالو ته وویل چې موږ دوه ډوله لوی او کوچني کانونه لرو چې د کوچني کانونو قراردادونه ټولو داخلي پانګوالو ته ورکوو او د لوی کانونو قراردادونه بیا خارجي پانګوالو ته چې داخلي پانګوال به هم ورسره ملګری وي ورکوو. او پانګواله ته یې ډاډ ورکړ چې اوس په ټول هیواد کې پوره امنیت ده تاسې په ډاډه توګه خپل پانګونه کولی شئ.
په پای کې د کندهار ولایت د کانونو، د پانګونې او صنایعو خونې رئیسانو او پانګوال د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر دغه ولایت ته د سفر کولو څخه مننه وکړه او وویل موږ ډېر خوشحاله شو چې تاسې دلته راغلئ او موږ مو نور هم کارونو ته وهڅولو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته