د ننګرهار او میدان ورګ ولایتونو د نفرایټ ډبرو کانونو  د درې ساحو داوطلبي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۴:۲۲
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت نن سه شنبه 15/6/1401 نېټې د میدان وردګ ولایت د یوسف خېل سالار ، جوی زرین سیمو او د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ سیمې د نفرایټ ډبرو کانونو داوطلبي د وزارت په مقام کې په شفافه توګه تر سره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور چې د یادو سیمو نفرايټ ډبرو کانونه مخکې اعلان ته سپارلي وو نن یې د ښاغلي انجینیر وحیدالله حلیمي تخینکي مرستیال، مولومي حسام الدین صابري مالي او اداري مرستیال، موظف هیئت او د 31 هغه شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو په شفافه توګه يې داوطلبي تر سره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې له 18 شرکتونو څخه څلور شرکتونه د میدان وردګ ولایت د یوسف خېل سالار سیمې د نفرايټ ډبرو کان د رویالټي په قیمت فی ټڼ 2000000 دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ګټونکي شو چې په ګډه به سره کار کوي. او د میدان وردګ ولایت جوی زرین سیمې د نفرایټ کان له 8 شرکتونو څخه د شرق نفرایټ شرکت د رویالټي په قیمت في ټڼ په 410000 څلور سوه لس زره افغانیو په ارزښت ګټونکی شو او همدارنګه بیا همدې شرکت د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ سمیې د نفرایټ کان له 5 شرکتونو څخه د رویالټي په قيمت في ټڼ 380000 درې سوه اتیا زره افغانیو په ارزښت ګټونکی اعلان کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته